خانه / متفرقه / د قرض شرعی احکام او آداب

د قرض شرعی احکام او آداب

قرض او یا پور یو له هغو مهمو معاملو څخه دی چې الله تعالی پرخپلو بنده ګانو د اسانۍ او یا هم د ژوند د چارو د سمبالښت په خاطر جایز ګرځولی دی ترڅو مسلمانان د ضرورت په وخت کې د خپل مسلمان ن ورور څخه د خپل حاجت د پوره کولو لپاره څه مال دقرض په توګه تر لاسه کړی او چې کله یې الله تعالی لدې مشکل څخه خلاص کړی نو د خپل محسن مسلمان ورور قرض په سمه توګه بېرته ور وسپاری دا چې قرض هم په اسلامی شریعت کې یو شمېر احکام او آداب لری چې په لنډه توګه به یې یو څه وضاحت و کړم.

لومړی: د قرض لغوی معنا: قرض په لغت کې قطعه کولو او پرېکولوته ویل کیږی لکه چې عرب وایی: قرض الشئ بالمقراض _ په قیچی سره یې فلانی شی پریکړ .په همدې اعتبار قیچی ته هم مقراض وایی چې پریکول کوی او په قرض کې هم قرض ورکونکی د خپل مال یوه برخه پرې کوی او قرض غوښتونکی ته یې ورکوی.

دوهم: د قرض اصطلاحی معنا: قرض په اصطلاح کې هغه مال ته ویل کیږی چې یو حاجتمند ته یې د ضرورت په وخت کې د ګټې اخستلو لپاره څوک ورکوی او هغه یې بېرته بدل اداء کوی..

فقهاوایی: هغه مال چې بل ته ورکول کېږی قرض بلل کېږی ورکونکی مقرض, اخستونکې مقترض او مستقرض بلل کېږی او عوض بیا هغه مال دی چې د همدې قرض بدل کې یې مستقرض بیرته مقرض ته ورکوی قرض ته کله نا کله د سلف نوم هم استعمال شوی عرب وایی اسلفت فلانا یعنی اقرضته فلانی ته مې سلف ورکړ یعنی قرض می ورکړ دواړه یوه معنی لری او قراض د قاف په کسرې سره بیا مضاربت ته ویل کېږی.

د قرض د رواوالی دلایل:

د قرض رواوا لی په قرآنکریم نبوی احادیثو او اجماع سره ثابت شوی:

الف- قرانی آیاتونه:

په قرآنکریم کې ګڼ شمېر آیاتونه شته چې د قرض فضیلت او بهتری پکې څرګنده شوې او مسلمانان یې قرض ورکولو ته تشویق کړی دی لکه چې فرمایی. من ذالدی یقرض الله قرضا حسنا فیضاعفه له اضعافا کثیرا.

او څوک دی چې الله تعالی ته قرض ورکړی؟ حسن قرض چې هغه یې ورته څو چنده زیاته بدله ورکړی. په پورته آیت کې الله تعالی نېک اعمال او د هغه په لاره کې مالی مصرف د قرض مال سره او د هغه عوض یې د قرض له بېرته ادا ء کولو سره مشابه دی او بیا وایی چې ددې قرض په عوض کې الله تعالی ده ته اضعاف کثیره بدله ورکوی

ب: نبوی احادیث:

پخپله رسول الله ص د قرض معامله عملا تر سره کړې له ابو رافع (رض) نه روایت دی چې فرمایی:ان رسول الله صلی الله علیه وسلم اسلف عن رجل بکرافقدمت علیه ابل من ابل الصدقه فامر ابارافع ان یقضی الرحل بکره فرجع الیه ابورافع فقال لم اجدفیها الا خیارا رباعیافقال اعطه ایاه ان خیارالناس احسنهم قضاء) رسول الله( ص) له یوه سړی څخه ځوان اوښ په قرض واخیسته نو کله چې د زکات اوښان راغلل ما ابورافع ته امر وکړ چې هغه سړی ته خپل قرض ورکړه نو زه راغلم او ورته می وویل: ای د الله رسوله! په اوښانو کې خو ټول ربا عی (څلور کلن)غټ اوښان وه! هماغه ورکړه ځکه غوره خلک هغه وی چې قرض اداء ښه ترسره کوی.

او په نورو زیاتو نبوی احادیثو کې د قرض ورکولو فضایل بیان شوی چې یو یې داسې دی:ابن مسعود رض فرمایلی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی . نده یو مسلمان چې بل مسلمان ته دوه ځله قرض ورکړی مګر داء چې د هغه دا قرض د یو ځل صدقې بخشش په څېر شو.

او داسې ګڼ نور هغه احادیث چې د مسلمان د حاجت د پوره کولو اجر او ثواب یې واضح کړی دی .
حضـرت انس (رضی الله عنه) له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوې چې هغه(صلی الله علیه وسلم) داسې فرمایلی دی کله چې زه د معراج په شپه پورته لاړم ومې لیدل چې د جنت په دروازو لیکلی وود صدقې اجر الله تعالی لس چنده ورکوی ما ویل دا څنګه دی جبرائیله د قرض فضیلت له صدقې زیات دی؟ هغه ځواب راکړ. دا ځکه چې سوال کوونکې چې سوال کوی نو څه ورسره وی خو قرض غوښتونکې قرض د خپل حاجت لپاره غواړی

درېیم- د قرض شرعی حکم:

ټول فقهاء په دې اتفاق لری چې قرض د ثواب او اجر یوه ستره دروازه ده نو د قرض ورکونکی لپاره یې حکم په عادی حالاتو کې مستحب یاغوره کار دی ځکه یو مسلمان او یو انسان ته نفع رسول او له مشکل څخه یې خلاصول دی لکه چې رسول الله ص فرمایی: څوک چې د یو مسلمان څخه د دنیا یو مشکل لرې کړی الله (جل جلاله) به ده ته د قیامت د ورځې مشکل آسانه کړی څوک چې یو تنګ لاسی سره آسانی وکړی الله تعالی به له ده سره په دنیا او اخرت کې آسانی وکړی او څوک چې د یو مسلمان پرده وساتی الله تعالی به یې په دنیا او اخرت کې پرده وکړی الله تعالی د بنده مرسته کوی تر څو چې بنده د خپل ورور سره مرسته او مدد وکړی.

خو قرض کله بیا د حالاتو په نظر کې نیولو سره فرق کوی نو کله چې قرض غوښتونکی مضطر او اړین وی قرض ورکول ورته فرض او واجب دی او که چېرې قرض ورکونکی پوه شی چې اخیستونکی یې په ګناه او حرام کار کې مصرفوی نو قرض ورکول حرام او که چېرې یې ددی لپاره اخلی چې خپل تجارت ورباندې زیات او زیاته ګټه لاس راوړی بیا مباح شکل غوره کوی ځکه دلته وسایل د مقصد حکم اخلی.

دا خود قرض ورکونکی په حق کې او قرض اخیستونکی لپاره د قرض اخیستل مباح دی خو شرظ یې دادی چې په اداء کولو یې وفا وکړی او امیدو لری چې مال مې لاس ته راځی او بیا یې زه ادا کولای شم او که داسې نه وی نو که چېرې د اضطرار حالت کې نه وی قرض اخیستل ورته جایز نه دی نو ځکه ابن حجر(رضی الله عنه) وایې که یو فقیر پوهیږی چې زه دا قرض نه شم اداء کولای نو د قرض غوښتل هغه وخت ورته روا نه دی چې ځان غنی وښیی تر څو ورکونکی ته دوکه ورکړی.

د قرض لیکل:ټول فقهاء په دې اند دی چې قرض باید ولیکل شی او لیکلی سند یې جوړ شی همدا راز ګواهان ورباندې تېر شی چې دا یو مستحب عمل دی البته فرض او واجب نه دی او کوم امر چې په آیت کریمه کې راغلی هغه د ارشاد او احتیاط لپاره شوی.

د قرض ارکان

جمهور فقها په دې نظر دی چې قرض درې رکنه لری
۱-صیغه چې ایجاب او قبول ورته وایې.
۲- عقدکونکی یا ورکونکی او اخیستونکی.
۳-د قرض محل یا هغه مال چې قرض کې ورکول کېږی.

خو احناف فقها بیا د قرض رکن یوګڼی چې د ایجاب او قبول څخه عبارت دی او ایجاب او قبول بیا د قرض ورکولو او اخیستلو له هر هغه لفظ څخه عبارت ده چې هدف ته پرې ورسېږی لکه یو وایې :ماته معین مقدار روپۍ قرض راکړه او بل ووایې واخله او امام ابو یوسف: بیا وایی چې د قرض رکن فقط ایجاب دی او قبول بیا شرط نه دی کا سا نی(رحمه الله)وایی :قرض اعاره ده او اعاره کې ایجاب رکن نه وی.

قرض ورکونکی باید اهلیت د تبرع ولری یعنی اصیل، بالغ، عاقل، او د رشد درلودونکی وی . کاسانی(رحمه الله) بیا وایی: ځکه چې قرض د مال تبرع کول دی وګوره چې په لومړی سر کې یې عوض هم نشته نو او سمهال خو تبرع ده نو له هغه چا صحی کېږی چې د تبرع اهلیت ولری. نو ځکه بیا پلار او وصی د صغیر مال چا ته قرض نشی ورکولای.

د بیت المال او ملی پانګې لپاره د قرض اخیستل:

د مسلمانانو مشر او امام د ضرورت په وخت کې بیت المال ته قرض اخیستلای شی. امام الحرمین وایی: دا چې پخوانی علماء وایی چې رسواالله( صلی الله علیه وسلم) د بیت المال د ضرورت په وخت کې قرض طلب کړی او یا یې هم زکات له وخت نه مخکی اخیستی او عجله یې پرې کړې زه ددې له جواز څخه منکر نه یم خو زه دا وایم چې قرض به د داسې ضرورت په وخت کې غوښتل کېږی چې بیت المال کې هیڅ مال شتون و نه لری او همدو مره مال به د قرض په توګه اخستل کېږی چې د موجودو حوادثو: لپاره کفایت وکړی

او دا ځکه چې رسول الله(صلی الله علیه وسلم) به کله د غزواتود تجهیز لپاره ضرورت ولیده نو اول به یې مالدار او شتمن تشویق کړل چې تبرعات او صدقات ورکړی نو که ضرورت به بیا پوره نشو نو بیا یې قرض هم اخسته.

هو د بیت المال د قرض لپاره علماو درې شرطونه ذکر کړی چې په درې حالاتو کې د مسلمانانو مشر د ملی مصارفو لپاره قرض اخستلای شی.

۱ -اول دا چې د بیت المال داسې مورد موجود وی چې دا قرض ورڅخه په نژدی وخت کې اداء کړی امام شاطبی وایې :په تکلیفونوکې قرضونه په داسې وخت کې اخستل کېدای شی چې بیت المال یومدرک ولری او یا یې امید وی چې بیا له هغه څخه دقرض بدل اداء کړی.

۲-د قرض ادا کول د بیت المال په ذمه ثا بتول او که تأخیر په کې کوی نو لازم دین ګرځی . ابو یعلی ماورودی وایی که چېرته په بیت المال دوه حقه ثابت شی او په خزانه کې مال کم وی نو لومړی حق به د قرض وی چې تری اداء کېږی.

۳ -امام به لومړی د بیت المال ټول هغه مالونه خزانې ته داخل کړی چې خپله یې مصرف کړی او یایې په خپلوانو او ملګرو مصرف کړی او یایې هم په کوم ناجایز لوری کې لګولی که دا هم بس نه شوه بیا به قرض کوی.

وایې چې کله سلطان قطز د تاتاریانو د جنګ لپاره لښکر اماده کړ چې اسلامی امت ته یې ستر خطر متوجه کړی وه نو مال ورسره کم شو نو د امام العز بن السلام څخه یې په دې اړه فتوا وغوښته ترڅو د تجارانو له اموالو څخه قرض واخلی نو هغه داسې ځواب ورکړ: په لومړی سر کې ته خپل او د خپلې کډې( ماندینې) ټول مال ګاڼې او نغدې او همدارنګه د امیرانو د کورونو څخه ټول نغدې او ګاڼې او حرامې روپۍ چې له بیت المال څخه یې اخیستی راجمع کړه کچېرې داهم بس نشوې نو بیا له تجارانو څخه د قرض غوښتنه وکړه او کنه نو نه .

د ملی بودیجې لپاره علماو د قرض اخیستلو جواز فقط د شدید ضرورت وخت کې ورکړی او بس.

۳-رکن :د قرض محل: مقروض مال) هغه مال چې په قرض اخیستل کېږی)هم یو لړ شرایط لری چې په لاندېډول دی

۱- نوموړی مال باید مثلی وی او مثلی اموال هغه مالونوته ویل کېږی چې د هغو واحدونه یو له بل سره توپیر ونه لری چې قیمت یې زیات ا و یا کم شی لکه هغه مالونه چې په عدد وزن او یا متر سره خرڅیږی احناف فقها وایی : قرض ورکول فقط د مثلی مالونو سم دی نه نور لکه حیوانات عقار او هغه چې هر فرد یې د بل سره فرق ولری چې د دو قرض ورکول سم نه دی.

کاسانی وایی: او دا ځکه چې عین مال خو رد کولای نه شی قیمت یې هم نشی ورکولای ځکه قیمت یې فرق کوی او بیا جګړه ورڅخه جوړیږی نولزوما به یې مثل ورکوی نو قرض باید په هماغه مالونوکې درست شی چې مثل ولری.
ابن عابدین هم وایی چې: په غیر مثلی اموالو کې قرض جوازنه لری.

۲- قرض شوی مال بایدعینی وی منافع په قرض نه اخیستل کېږی په قرض کې ضروری ده چې مال به عین ولری تر څو یې د مثل ورکول ممکن شی او منافع اموال نه دی ځکه مال هغه څه ته ویل کېږی چې نفس ورته میلان کوی او د ضرورت د وخت لپاره ذخیره کېدای شی او منافع د احراز او ادخار صلاحیت نه لری

د قرض احکام

: د جمهورو فقهاوو په نزد د قرض د عقد به تر سره کېدو او د مال په قبض کولو د قرض شوی مال ملکېت د قرض اخیستونکی پورې تعلق نیسی او هغه په نوموړی مال کې د هر راز تصرف کولو حق لری او د هغه ذمه په نوموړی مال مشغوله او د مثل په بیرته رد کولو یې مکلف دی البته ځینی فقها لکه امام ابو یوسف وایی که چېرې عین مال باقی وه او کوم تغیر په کې نه وه راغلی نو هغه هم بېرته په قرض کې اداء کولای شی

د قرض د ادا کولو ځای

د قرض د اداء کولو مکان هماغه دی چې قرض یې په لومړی سر کې هلته قبض کړی وو مګر دا چې قرض اخیستونکې په بل ځای کې په قرض اخستلو راضی شی ځکه قرض ورکونکی محض محسن دی او د احسان بدله به په ښه طریقه سره ورکول کېږی.

د قرض ورکولو وخت: د قبض له ورځی سمدستی وروسته قرض ورکونکی د خپل مال دبېرته غوښتنې حق لری.

په قرض کې اضافی شرطونه: حنفی علما په قرض کې ټول هغه شرطونه باطل ګڼی چې د قرض حسن په عقد کې تغیر راولی لکه په قرض کې د وخت او نېټې تعین د قرض ورکونکی له خواد څه نفعې لاسته راوړل د قرض بدل کم یا زیات ورکول او نور۰۰۰۰۰

ابن عابدین وایې : په شروطو سره قرض ورکول حرام او شرایط په کې لغوه کېږی..

د قرض غوښتنې عمومی آداب:

دین او قرض داسې یوه معامله ده چې مضطر او حاجتمند ورته اړ کېږی او کنه نو اصلا قرض په عادی حالاتو کې چانه اخستل هم جوازنلری رسول کریم (صلی الله علیه وسلم) فرمایی : و ایاکم والدین فانه همٌ بالیل و مذلهٌ بالنهار

له قرض نه ځان وژغوری ځکه قرض د شپې غم او د ورځې ذلت دی. یعنې ټوله شپه به دی په تشویش او د ورځې به هم خپل ځان چاته نه ښیې او پټ به ګرځی نو ځکه د قرض غوښتلو کې ځنې ضروری اداب لازم دی چې مراعات شی او په لاندې ډول دی:

۱ـ هغه څوک باید د قرض معامله ونه کړی چې د اداء کولو توان یې نلری لکه چې د یو مال په قرض اخیستل یا په قسطونو بیعه کول چې په نژدی وخت کې یې د ورکولو د مدرک کو م څرک نه تر سترګو کېږی بلکې کوښښ دی وکړی چې خپل ضرورت د خپلو شته امکاناتو څخه پوره کړی ځکه د قرض بیا سره درواغ و یل د وعدې مخالفت له خلکو پټېدل او نور بد خصلتونه ملګری شی نو که څوک هم له قرض نه استغناء کولای شی . نو عفت غوره خصلت او قناعت ستر دولت دی.

خصوصا له هغو قرضونو نه منعه راغلې ده چې د زینتی ژوند د جوړولو لپاره یې څوک غواړی ان تر دې چې د حج او عمرې لپاره هم قرض غوښتل نا مطلوب عمل ګڼل شوی .

۲- او که چېرې بیاهم قرض ته اړ شوې نو له هغه چا قرض واخله چې احسان او منت درباندې نه اچوی.

۳- د قرض اخستلو په وخت د ادا کولو کلکه اراده او نیت وکړه او هعه نبوی حدیث دی ذهن ته حاضر کړه چې فرمایې: من اخ‍‍‍ذ اموال الناس یرید اداءها ادالله عنه ومن اخذ یرید اتلافها اتلفه الله

څوک چې د چا مال په دی نیت واخلی چې بېرته یې ورکوم الله تعالی یې له هغه څخه ادا کوی (داداء کولو توفیق او اسانتیا ورکوی)او څوک یې چې د ضایع کولوپه نیت واخلی الله تعالی به یې تلف کړی.
او بل حدیث شریف کې راځی : من اخذ دینا وهو یرید ان یودیه اعانه الله ) څوک چې یو دین واخلی او نیت یې د اداء کولو وی الله تعالی ورسره مرسته کوی.

۴- په قرض ورکولو کې هر راز ګټه لاس ته راوړل ناروا او سود ګڼل شوی رسول الله(صلی الله علیه وسلم (فرمایلی: (لا یحل سلف و بیع) بیع رواندی قرض او بیع یعنې که څوک په دی شرط قرض درکوی چې ته په اوچت نرخ ورڅخه څه واخلی نو دا جواز نه لری بلکې ګناه یې تر صریح سود هم زیاته ده.

۵-که څوک په قرض معامله کوی نو غوره خبره داده چې تر منځ یې لیکلی سند او شاهدان شتون ولری لکه قران کریم چې په دی اړه صراحت کړی. یایها الذین امنو اذا تداینتم بدین الی اجل مسمی فاکتبوه.) ای مؤمنانو چې کله دین کوی تر یوې مودې پوری نو ویې لیکئ.

۶- د قرض تر اخیستلو وروسته چې څومره ژر مال په لاس درغی نو خپل قرض اداء کړه که داین در څخه غوښتنه کړی وی او کنه ؟

ځکه تا خپل ضرورت پوره کړ نو چې اوس تا ته مال په لاس درغلو ته اوس د هغه د حق په اداء کولو کې عجله وکړه او که چېرې قصدا مماطلت کوی نو تا په حقیقت کې د نېکې ځواب په بدی سره ورکړ. او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې (مطل الغنی ظلم)غنی انسان چې قرض معطل کوی او نه یې اداء کوی نو ستره ګناه کوی.

۷-د قرض تر اداء کولو وروسته هاغه لیکلی سند بېرته وغواړه او باطل یې کړه چې وروسته درته کوم بل مشکل جوړ نه شی .

لیکونکی: د. نجیب الله صالح

منبع:اصلاح آنلاین

مطلب پیشنهادی

پنهان کاری عیب مبیعه

نویسنده: دوکتور یوسف قرضاوی اسلام خیانت و فریب کاری را به هر صورت و شکلی …

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Time limit is exhausted. Please reload the CAPTCHA.

رفتن به نوارابزار